د ګرځندوی نړیواله ورځ د سرپرست حکومت د چارواکو له لوري ونمانځل شوه. دغه ورځې داسې مهال نمانځل کېږي، چې د امنیت په ښه کېدو سره د بهرنیو او کورنیو سیلانیانو او ګرځندویانو شمیر زیات شوی او د بامیانو، هرات، پکتیا، خوست غزني، کندهار او یو شمیر نورو ولایتونو له تاریخي او تفریحي سیمو څخه زرګونه کسانو لیدنه کړې ده.