د کرکټ نړیوالې شورا مشر جي شاه، د افغانستان د کرکټ د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې نوموړی به د افغانستان د نړیوال کرکټ په پرمختګ کې د خپل ارزښتناک رول له امله تل په ښه نوم یادېږي. جي شاه د خپلې خواخوږۍ په پیغام کې د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړیوال جام پر مهال د شاپور ځدراڼ د نه هېرېدونکې لوبې یادونه هم کړې او هغه یې د افغانستان د کرکټ له مخکښو څېرو څخه بللی دی. د ICC مشر د شاپور ځدراڼ له کورنۍ، دوستانو او د افغانستان د کرکټ له ټولې کورنۍ سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د هغه مړینه یې د افغانستان د کرکټ لپاره ستره ضایعه بللې ده.








