د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار د روسیې د څلورو شرکتونو له مسوولینو سره د برېښنا تولید، د تولیدي فابریکو د بیارغونې او عصري کولو په اړه خبرې کړې دي. د برېښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې، ملا عبدالحق همکار ویلي چې په افغانستان کې د برېښنا په سکټور کې د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې شته او شرکت له پانګهوالو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. روسي شرکتونو هم د حرارتي برېښنا، ډبرو سکرو او ګاز پر بنسټ د برېښنا تولید، د فابریکو د بیارغونې او ظرفیت لوړولو په برخه کې خپل وړاندیزونه شریک کړي او په افغانستان کې یې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.








