د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولینو خبر ورکړی، چې په تېره یوه ورځ کې ۲۹۴ کورنۍ، چې ۱۶۹۸ تنه کېږي، له بېلابېلو لارو افغانستان ته په جبري ډول راستنې او ثبت شوې دي. د یاد کمېسیون د راپور له مخې، تر اوسه ۵۷ زره او ۱۱۵ راستنېدونکو کورنیو ته د هستوګنې نمرې وېشل شوې دي. راپور زیاتوي، چې د دوشنبې په ورځ راستنېدونکو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي په برخو کې خدمات هم وړاندې شوي دي.








