ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که د افغانستان سرپرست حکومت د نړیوالو له لوري د رامنځته شوي فرصت په اساس رغوونکي تعامل ته مخه نه کړي، نو دغه هېواد د انزوا، بې وزلۍ او داخلي شخړو ترڅنګ به د ډېرو افغانانو د کډوال کېدو لامل شي. دغه څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د یوناما سرپرست مارکس پوتزل پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه ځانګړې غونډې ته وکړې چې د افغانستان د وضعیت په اړه جوړه شوې وه. هغه په دې وینا کې د افغانستان پر وروستیو حالاتو او په ځانګړې توګه د نجونو پر زده کړو، بشري او ښځو حقونو، اقتصادي او امنیتي حالاتو خبرې کړې دي. پوتزل د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وويل، افغانستان له یو لړ سختو بحرانونو سره مخامخ دی. که سرپرست حومت ګام وانخلي، د ټولنې دټولو قشرونو غږ وانه وري او د بېلا بېلو ټولنو استازیتوب ونه شي، ممکن افغانان له لا ډيرې بدبختۍ سره مخامخ کړي. د هغه په وینا، په تېرو څو میاشتو کې مثبت پرمختګونه هم شوي دي، خو ډير لږ او ډیر ورو دي او د منفي هغو تر اغېزې لاندې دي. په ځانګړې توګه، د نجونو لپاره د منځنيو زده کړو روان بندیز چې په نړۍ کې بې ساری دی او د ښځو پر حقونو مخ پر زیاتیدونکي محدودیتونه دا ښيي چې طالبان له ۵۰ سلنې څخه د ډېر نفوس په تړاو بې تفاوته دي او ليواله دي چې د نړیوالې انزوا له خطر سره مخامخ شي. نوموړي وویل چې د افغانستان سرپرست حکومت ورته ویلي چې د نجونو پر ثانوي زده کړو بندیز د دوی مشرملا هبت الله اخندزاده لګولی دی.