د ټاپي پروژې مسوولین وایي، په هرات کې د دې پروژې د ګازو نللیکه تر اوسه له ۹۰ کیلومترو زیاته غځېدلې ده. یاد مسوولین زیاتوي چې شاوخوا ۱۲۵ کیلومتره لار هواره شوې او د پروژې چارې په چټکۍ روانې دي. د هرات والي نوراحمد اسلامجار ویلي چې د ټاپي ترڅنګ د ټاپ او اوسپنې پټلۍ د پروژو د پراختیا پلان هم شته. چارواکي هیله لري چې د ټاپي ګاز به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د هرات صنعتي ښارګوټي ته ورسېږي. ځایي اوسېدونکي او صنعتکاران د دې پروژې د بشپړېدو هرکلی کوي.








