پاکستان یو ځل بيا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر شتون اندېښنه څرګنده کړې او له افغان سرپرست يې وغوښتل چې ترهګرو ته اجازه ورنه کړي، له افغان خاورې څخه د ګاونډيانو او نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي. د پاکستان ځانګړي استازي منير اکرم دغه څرګندونې پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه ځانګړې غونډې ته وکړې چې د افغانستان د وضعيت په اړه جوړه شوې وه. دغه غونډې ته د ګڼو نورو هېوادونو استازو هم خبرې وکړې. نوموړي د ترهګرو موضوع ته اشاره وکړه او وې ویل چې هېواد یې د هغې ترهګرۍ په اړه، چې په افغانستان کی پېدا کېږي او يا هلته کېږي، اندېښمن دی. نوموړي له افغان سرپرست حکومت وغوښتل چې ترهګرو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د ګاونډيانو او نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي. اکرم د پاکستاني طالبانو د غورځنګ، داعش او القاعده ډلې یادونه هم وکړه او وويل چې هېواد یې د دغو ډلو د ځپلو په اړه د ټولو اقداماتو ننګه کوي. څو ورځې مخکې هم د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف هم د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپلې وینا کې دا ډول څرګندونې کړې وې.