د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه ښار کې د یوه لوی سوداګریز بازار د جوړولو چارې د ۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې دۍ. د ښرنې ښاروال مولوي محمد نبي حمزه د پروژې د پرانیستې پر مهال پانګوال وهڅول چې د ولایت په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او ویې ویل چې په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه برابر شوي دي. د پروژې پانګوال ویلي، دغه بازار به پر ۱۷ جریبه ځمکه د دوه نیمو کلونو په موده کې جوړ شي. د نوموړي په وینا، په دې پروژه کې ۳۳ پنځهپوړیز سوداګریز مارکېټونه، ۵۲ دوکانونه او نورې اړینې اسانتیاوې شاملې دي، چې له بشپړېدو وروسته به د سوداګرۍ او کارموندنې په برخه کې مهم رول ولوبوي.








