دا دویمه اونۍ ده چې د امریکا د کانګرس ماڼۍ مخې ته د هغو افغانانو په ملاتړ پرلت وهل شوی چې په افغانستان کې یې د امریکا له ماموریت سره مرسته کړې ده. په دې پرلت کې یو شمېر پخواني امریکايي سرتېري، د خیریه بنسټونو کارکوونکي او په امریکا کې مېشت افغانان برخه لري. دوی له کانګرس څخه غواړي چې په امریکا کې د افغانانو د ځای پر ځای کولو قانون تصویب کړي. د پرلت تنظیموونکي وايي، د دې لایحې د نه تصویبېدلو په صورت کې به په امریکا کې د دوه کلنې اقامې لرونکي افغانان مجبور وي چې د دغه دوو کلونو د پوره کېدو وروسته د پناه غوښتنه وکړي چې د دوی په خبره، ډېره اوږده او پېچلې پروسه ده. په امریکا کې د افغانانو د میشت کېدو په لایحه کې په دغه هېواد کې د دایمې هستوګنې تر څنګ له نویو ورغلو افغانانو سره د کارموندنې، زده کړې، او کلتوري پوهاوي په برخه کې د مرستې غوښتنه هم شامله ده.








