له روسیې سره د اوکراین د څلورو سیمو د یو ځای کولو په باب د ټولپوښتنې لومړنۍ پایلې ښيي چې د دې سیمو ٩٦ سلنه خلکو له روسیې سره یو ځای کېدو ته مثبته رایه ورکړې ده. راپورونه وایي، دا ټولپوښتنه په څلورو سیمو لوهانسک، دونېتسک، خرسون او زاپوریژیا کې چې د اوکراین د خاورې ١٥ سلنه تشکیلوي، په تېرو پنځو ورځو کې ترسره شوه. هاخوا سپینې ماڼۍ ویلي چې امریکا به راتلونکو ورځو کې هغه اقدامات اعلان کړي چې د اوکراین په موقتي اشغال شویو سیمو کې د ریفرنډم په ځواب کې د روسیې پر ضد ترسره کیږي.