د ناروې د کډوالو شورا (این ار سي) ویلي، چې د افغانستان په ختیځو سرحدي سیمو کې یې له ۱۸ زرو څخه زیاتو هغو کسانو ته بشري مرستې رسولې دي چې د جګړو له امله زیانمن شوي وو. یادې شورا پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په دغو مرستو کې د پخلنځي وسایل، د سرپناه اړوند توکي او د کورنیو اړتیاوو نور سامانونه شامل دي، چې شاوخوا ۹۵۰۰ کسانو ته وېشل شوي دي. د مالوماتو له مخې، ۷۰۰۰ نورو زیانمنو شویو کسانو ته روغتیايي کڅوړې او نږدې ۲۰۰۰ کسانو ته نغدي مرستې هم ورکړل شوې دي. د ناروې د کډوالو شورا ټینګار کړی، چې دغه مرستې د جګړو له امله اغېزمنو شویو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ترسره شوې دي. یادې ادارې همداراز په افغانستان کې له بېځایه شویو او اړمنو کسانو سره د ناروې د حکومت د دوامداره ملاتړ او همکارۍ مننه کړې ده.








