د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون د تطبیق بینالوزارتي کمېټې په غونډه کې د دغه قانون د پلي کېدو لپاره ۱۱ موارد تایید شوي او اړوندو ادارو ته د عملي اقداماتو سپارښتنه شوې ده. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د مولوي نور جلال جلالي په ګډون د عامې روغتیا وزارت مسوولینو او د بېلابېلو ادارو استازو ګډون کړی و. نوموړي ویلي، د یاد قانون تطبیق د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي او د بېکیفیته درملو او خوراکي توکو د مخنیوي لپاره مهم ګام دی او له ټولو ادارو یې غوښتنه کړې چې په ګډه همکاري وکړي.








