د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، چې د ارزګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې د څه باندې ۶.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د ۲۵.۹۵ کیلومترو کانالونو پاکول، د ۱۴۸ مترو استنادي دېوالونو او ۲۷ مترو واش جوړول شامل دي. مسوولین وایي، د یادو پروژو په پلي کېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته اسانتیاوې برابرې او د اوبو لګولو او بنسټیزو خدماتو په برخه کې به شته ستونزې راکمې شي.








