د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمېشنري وايي چې د ژمي له رارسېدو مخکې به په افغانستان کې له زیانمنو خلکو سره مرسته وکړي. د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمېشنرۍ په یوه بیان کې ویلي چې د جګړو له کبله له بېځایه شویو کورنیو او له بهره له راستنو شویو کډوالو سره به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مرسته وکړي، خو دې ادارې د مرستو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي، خو په یوه بل ټویټ کې یې له زلزله ځپلو کورنیو سره د خېمو او نورو ضروري توکو د مرستې خبر ورکړی. د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمېشنرۍ د راپور له مخې اوسمهال د جګړو له کبله له درې میلیونه زیات افغانان بېځایه شوي دي.