ایران کې د لاریونونو له امله تر اوسه له ۷۵ څخه ډیر کسان وژل شوي. سره له دې چې د ایران حکومت د امنیتي ځواکونو د غړو په ګډون یوازې د ۴۱ کسانو د مړینې خبر ورکوي خو د ایران د بشري حقونو په نامه مؤسسه بیا وایي چې ۷۶ کسان وژل شوي دي. عیني شاهدانو د فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د دوشنبې په شپه هم د ایران په ګڼ شمېر ښارونو کې خلکو لاریونونه کړي او ایراني چارواکو د لاریون کوونکو د ځپلو په لړ کې څه باندې ۱۲ سوه کسان نیولي دي. ځینې ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوي پکې اوریدل کیږي چې لاریونوال د “مرګ په دیکتاتور” شعارونه ورکوي او غواړي چې په ایران کې د ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه یي څه باندې ۳۰ کلنه واکمني پای ته ورسیږي.