د افغانستان فوټبال ملي لوبډله په څلور اړخیزو سیالیو کې د ګډون لپاره د جمعې په ورځ مالدیف ته ولاړه. ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله په دغو سیالیو کې د کوربه مالدیف، پاکستان او بنګلهدېش د لوبډلو پر وړاندې سیالي ترسره کړي. دغه سیالۍ د غبرګولي له ۱۱مې تر ۲۰مې نېټې ترسره کېږي. بلخوا، د افغانستان د شلو کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډله به د ۲۰۲۷ کال اسیا جام د غوراوي پړاو سیالیو کې هم ګډون وکړي. افغانستان په (D) ګروپ کې ځای لري او ټاکل شوې ده چې دغه سیالۍ د اګست له ۲۶مې څخه د سپټمبر تر ۶مې نېټې پورې په بحرین کې ترسره شي.








