د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار روسیې ته خبرداری ورکړی که په اوکراین د اټومي وسلو برید وکړي، ناوړه عواقب به ولري. جیک سلیوان د امریکا د اې بي سي ټلویزیون سره په مرکې کې ویلي، امریکایي چارواکو په خصوصي توګه روسي چارواکو ته ویلي که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اټومي برید امر ورکړي، بایډن به قاطع ځواب ورکړي. خو سلیوان په مرکې کې دا نه دي ویلي چې د روسیې د دې اقدام په ځواب کې به د امریکا ځواب څه وي. امریکا وروسته تر هغه دا غبرګون ښيي کله چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تر ۳ سوو زرو پورې د احتیاطي نظامیانو د برابرولو اعلان وکړ او په عین حال کې یې د اټومي وسلو د برید امکان هم څرګند کړ.