د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د سېکانو او اهل هنودو یوې ۵۵ کسیزې ډلې افغانستان پرېښود او په یوه چارټر شوې الوتکه کې پرون نوي ډیلي ته ورسېدل. د انډیا ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه ډله چې ۳۸ لویان او ۱۷ ماشومان پکې شامل دي، پرون د اندرا ګاندي نړیوال هوايي ډګر کې ته ورسېدل. د راپور له مخې، په جون میاشت کې د کابل په کارته پروان کې د سېکانو او اهل هنودو پر درمسال تر برید وروسته شاوخوا ۶۸ تنه سېکان او اهل هنود له افغانستان څخه وتلي دي.








