د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو د څلورمې لوا د انجنیري منسوبینو له لوري د ۱۸ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د پروژې د انجنیري څانګې مدیر مولوي سید معصوم وفا ویلي، دغه سړک د صیاد ولسوالۍ د تربلاغ سیمه د خواجهالمتو له کلي سره نښلوي او د سیمې د اوسېدونکو په غوښتنه جوړېږي. هغه زیاته کړه چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د خلکو د تګ راتګ ستونزې کمې او د سیمې اوسېدونکو ته به اسانتیاوې برابرې شي. بل لور ته د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې د پیل هرکلی کړی او د دفاعي منسوبینو او انجنیري ټیمونو له هڅو یې مننه کړې ده.








