د پاکستان د طالبانو تحریک (ټي ټي پي) د شهباز شریف هغه ادعا رد کړې چې د ملگرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د وینا پر مهال یې ویلي وو دغه تحریک یو تروریستي گروپ دی او له افغانستانه خپل فعالیتونه تنظیموی. ټي ټي پي په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی په خپله سیمه کې مستقر دي او اړتیا نه لري له بله ځایه فعالیت وکړي. دغه تحریک پر اسلام آباد تور پورې کړی چې اصلي تروریست د پاکستان پوځ او استخبارات دي چې مسلح ډلې جوړوي او پالي یې تر څو افغانستان او خپل نور گاونډي هیوادونه پرې بې ثباته کړي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وړمه ورځ د ملګرو ملتونو سازمان په کلنۍ غونډه کې ویلي و، چې افغانستان کې ګڼې ترورېستي ډلې فعالې دي، چې دوی يې اندېښمن کړي دي.