د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې اعلان کړی چې د خیبر پښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان په ایشام سیمه کې د دغه هېواد د پوځ دوه سرتېري د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې وژل شوي دي. د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د وسله والو د هر ډول فعالیتونو د له منځه وړلو لپاره د سیمې د پاکولو عملیات روان دي. دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ هم د شمالي وزيرستان په دواتوی سيمه کې د پاکستان د پوځ يو سرتېرى د وسله والو په بريد کې وژل شوى و، چې پاکستان ادعا کړې وه، چې دغه بريد د افغانستان له خاورې شوى و.