د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند دفتر د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه وروستۍ څرګندونې په کلکه رد کړي چې ګواکې نوموړي برادر ته د هغه د کور د انځور په استولو هغه تهدید کړی او ملا برادر ورته د درناوي الفاظ کارولي دي. له فاکس نیوز خبري شبکې سره د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه مرکه کې ویلي، چې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ته یې ګواښ کړی و، که هغه څه چې دی يې ورته وايي عملي نه کړي له منځه به یوړل شي. خو د ملابرادر دفتر ویلي، چې د ملابرادر او د ټرمپ تر منځ د شوې مکالمې بشپړ غږیز ریکارډ په اختیار کې لري او که اړتیا ولیدل شي، د یاد سند په نشر سره به د موضوع جریان له خپلو هېوادوالو او نړیوالو سره شریک کړي.