د امريکا حکومت افغانستان سره د بشري مرستو د لړۍ په دوام کې د ۳۲۷ ميليونه ډالرو نورې مرستې اعلان کړی دی. د امريکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له يادو پیسو ۱۱۹ میلیونه ډالره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړونده د نفوسو، کډوالو او بې ځایه شویو ادارو او ۲۰۸ ميليونه ډالره یې دنړیوالې پرمختيايي ادارې لخوا ورکول کېږي. سرچینې زياته کړې، له کله راهیسې چې په افغانستان کې نوی سرپرست حکومت رامنځته شوی امریکا تر اوسه ۱،۱ میلیارده ډالرو مرسته کړې ده. امریکا ویلي چې له افغانانو سره د مرستو په تړاو په خپلو ژمنه ولاړه ده او له نورو هېوادونو یې هم غوښتي دي چې بشري مرستو ته ادامه وركړي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې مرستو څخه به اړمنو خلکو ته نغدې پیسې ورکول کيږي، دغه راز په روغتيا، راستنیدونکو خلکو او نورو برخو کې لګول کېږي .