د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان سرپرست حکومت ته ویلي چې له ښځو سره جګړه کول د عقلمندۍ کار نه دی. د امريکايي رسنۍ نیوزویک د راپور له مخې، نوموړي دا څرګندونې پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو ۷۷ مې کلنۍ غونډې په څنډه کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال کړي دي. زرداري د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتي چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې له سختې تګلارې لاس په سر شي. د زرداري په وينا، د افغانستان ښځې زرورې او مقاومت کوونکې دي، د دوی له حقوقو څخه هيڅوک نه لاس په سر کېږي او په دې اړه هر وخت له افغان سرپرست حکومت سره خبرې کوي. نوموړي وویل چې افغانستان کې نجونې محدودو زده کړو ته لاسرسی لري او هیله یې څرګنده کړې، چې نورو نجونو ته به د ثانوي زده کړو اجازه هم ورکړل شي. بلاول بوټو زرداري زياته کړې چې په نوره اسلامي نړۍ کې نجونو ته د زده کړو حقوق ورکړل شوي دي، د ښځو او د نجونو پر حقوقو هیڅ ډول جوړجاړی پکار نه دی.