د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې شری یوه د مخنیوي وړ ناروغي ده او یوازې هغه وخت یې مخه نیول کېدای شي چې ټول ماشومان پر وخت واکسین شي. دغه بنسټ د چې د خپلو شریکانو په مرسته یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ماشومانو ته د شري واکسین رسولی دی. یونیسف ټینګار کړی چې د هر واکسین تر شا یو خوندي ماشوم او سالمه ټولنه ولاړه ده. یاد بنسټ تر دې مخکې هم ویلي و چې په افغانستان کې د واکسیناسیون پراخ پروګرامونه د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره حیاتي ارزښت لري او باید دوام ومومي.








