د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) راپور ورکړی، چې د افغانستان اماني صندوق په ۲۰۲۵ کال کې د بیړنیو پېښو او اوږدمهاله بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره شاوخوا ۷۳.۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي. د راپور له مخې یاد صندوق په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۳.۵ میلیونه خلکو ته رسېدنه کړې ده. په دغو کسانو کې بېرته راستنېدونکي وګړي او هغه ټولنې شاملې دي چې د زلزلو، وچکالۍ او نورو پراخو بحرانونو له امله اغېزمنې شوې دي. په راپور کې راغلي، چې د دې مالي مرستو له لارې په ټول افغانستان کې میلیونونو خلکو ته د ژوند ژغورنې مرستې رسېدلې دي، په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې د بېځایه کېدو، اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو له سختو اغېزو سره مخ دي.اوچا همداراز خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۲۲ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.








