د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له نړیوالو غوښتي، چې پرېنږدي څو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر پټنځای بدل شي. د قطر امیر د ملګرو ملتونو ۷۷ مې عمومي غونډې ته په خپلو خبرو کې ویلي، چې امریکا او طالبان دې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي. نوموړي زیاته کړې، موږ تل په افغانستان کې بشرحقونو په ځانګړې توګه د ښځوحقونو ته په درناوي، مذاکرې او ښځو ته د زده کړو او کار پر اجازې ورکولو ټنګار کړی دی. دغه راز موږ د نړۍ لخوا د افغانستان د منزوي کېدو پر خطرونو او پایلو اړه هم اندېښنه ښودلې ده. بلخوا د ا.ا امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا د قطر د امیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې اوس په افغانستان کې امن راغلی او ددغه هېواد خاوره به د نړۍ د بل هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي. نوموړي دغه راز ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې هېڅ داسې بله ډله نشته چې بل کوم هېواد ته دې ګواښ پېښ کړي.








