د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په افغانستان کې د بشري حقونو؛ په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو پر مراعتولو ټینګار کړی دی. نوموړي د ملګرو ملتونو په ۷۷ مه عمومي غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت دې د بشري حقونو د تضمین په برخه کې ګټور ګامونه پورته کړي. اردوغان دغه راز زیاته کړې، ده چې موږ له خپلو افغان وروڼو سره د وضعیت د ښه کېدو په برخه کې همکاري کوو. نوموړي ویلي، چې له افغانستان سره به په بشري برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او له نورو هېوادونو څخه یې هم غوښتي چې په دې سختو شرایطو کې له افغانانو څخه خپلې مرستې ونه سپموي.








