د ملي پراختیا شرکت مسوولینو خبر ورکړی، چې د قوشتیپې د اوبو کانال د دویم فاز د کیندنې چارې ۹۸ سلنې بشپړې شوې دي. د مسوولینو په خبره، د دې کانال د سربندونو چارې هم ۹۰.۵ سلنې بشپړې شوې او لا هم دوام لري. د یاد شرکت ویاند، نبيالله ارغندیوال، ویلي چې د کانال په مسیر کې د ۲۵ پلونو او د اوبو د مهارولو تاسیساتو جوړولو چارې په چټکۍ سره دوام لري او تمه ده چې ډېر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. اقتصادي شنونکي باور لري چې دا پروژه به په اړوندو سیمو کې پر کرنه د پام وړ مثبت اغېز و








