د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، چې د پسرلي له رارسېدو سره، په هېواد کې د بنسټیزو پروژو کارونه بېرته پیلیږي. حق شناس ویلي، هغه پروژې چې د تېر ژمي پر مهال د سړې هوا او نامناسبو اقلیمي شرایطو له امله په موقتي ډول درېدلې وې، اوس یې چارې بېرته پیلیږي. نوموړي ویلي، په دغو پروژو کې د سړکونو جوړول او بیارغونه، د اوسپنې پټليو پراختیا او د پلونو او پلچکونو جوړول شامل دي چې، د ترانسپورټ اسانتیا، اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند د کچې په لوړولو کې مهم رول لري. ټولګټو چارو وزارت ډاډ ورکړی چې دا پروژې به د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره، په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.








