د فاریاب په دولتاباد ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله څلور تنه مړه او درې تنه نور ټپیان دي. د دغه ولایت د پولیسو ویاند عبدالله مرادي ویلي، چې یاده پېښه پرون ماښام د جګل سیمې ته نږدې شوې، چې لومړی درې تنه مړه او څلور ټپیان وو، خو وروسته یو ټپي هم ساه ورکړې ده. نوموړي ویلي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او له موټر چلوونکو د ترافیکي اصولو د مراعت غوښتنه شوې ده.








