د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي بهر کې د افغانستان له سفارتونو او کونسلګریو سره انلاین غونډه کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لهمخې غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر د پاکستاني پوځي رژیم له لوري پر افغانستان د تېري او وروستیو پېښو په اړه معلومات شریک کړي، د روږدو د درملنې پر روغتون شوی برید چې پکې سلګونو هېوادوال شهیدان او ټپیان شول په کلکو ټکو غندلی دی. متقي د ټولو استازولیو مسوولین هڅولي چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په تړاو د افغانستان دریځ تر نړۍوالو و رسوي.








