د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي) راپور ورکړی، چې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې دوام او د سوداګرۍ او اقتصاد ګډوډېدل ښايي په نړۍ کې ۴۵ میلیونه نور کسان هم له سختې لوږې سره مخ کړي. د یاد بنسټ د راپور له مخې د افریقا د لويې دښتې سوېلي هېوادونه او اسیايي هېوادونه تر هر چا زیات زیانمنونکي دي. دغه بنسټ د خپلو تحلیلونو د پایلو پر بنسټ ویلي: «که دا نښتې د کال تر نیمايي پورې پای ته ونه رسېږي او د تېلو بیه د هر بېلر په بدل کې له ۱۰۰ ډالرو پورته پاتې شي، ښايي نږدې ۴۵ میلیونه نور کسان له سختې خوراکي ناامنۍ یا تر هغه له بدتر حالت سره مخ شي».








