د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون د پاکستان هوايي برید یو «بزدلانه او د انسانیت ضد عمل» دی. د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه برید د افغانستان پر حاکمیت ښکاره تېری او د سیمې د سولې او ټیکاو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي. هند له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د دې پېښې عاملین حساب ته راکاږي او د ملکي وګړو پر وړاندې د ورته بریدونو مخه ونیسي. همداراز، د ټپيانو د درملنې او د اغېزمنو کورنیو د ملاتړ لپاره د نړۍوالو مرستو پر اړتیا هم ټینګار شوی دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت په پای کې له افغانستان سره خپل بشپړ ملاتړ یو ځل بیا اعلان کړی دی.








