د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان( ایف اې او) راپور ورکړی چې په هلمند، کندهار او بادغیس ولایتونو کې شنې خونې جوړې شوې دي، څو د مغذي سبزیجاتو تولید زیات او د کورنیو عاید لوړ شي. د یاد سازمان په وینا، هره شنه خونه د پنځو کورنیو له لوري په ګډه اداره کېږي او برخهوالې کورنۍ د تخم د انتخاب، اوبه لګولو او د کرنیزو حاصلاتو د مدیریت په برخه کې عملي روزنه هم ترلاسه کوي. یاد سازمان ویلي، د دې پروګرام موخه دا ده چې د کال په اوږدو کې د سبزیجاتو تولید زیات او د کورنیو د خوړو خوندیتوب پیاوړی شي. د راپور له مخې، دا پروژه د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په همکارۍ پلي شوې ده.








