د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) خبر ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو له کبله یې له څه باندې ۲۰ زرو بې ځایه شویو افغان کورنیو سره د بېړنیو مرستو د وېش لړۍ پیل کړې ده. سرچینې ویلي، چې بې ځایه شوې کورنۍ په لومړي پړاو کې غني شوي بیسکويټونه ترلاسه کوي څو بېړنۍ خوراکي اړتیا یې پوره شي. د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، چې په راتلونکو اوونیو کې به اغېزمنې کورنۍ د ۲ میاشتو لپاره خوراکي توکي یا نغدي مرستې ترلاسه کړي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې چې له څو میاشتو راهیسې دوام لري، خو د فبرورۍ له ۲۶مې وروسته یې زور اخیستی دی. ملګرو ملتونو ویلي و، چې په دغو نښتو کې ۷۵ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۹۳ نور ټپيان دي.








