د کونړ ولایتي چارواکي وايي، چې د پاکستان پوځي رژیم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر دغه ولایت ۱۵۹ توغندي توغولي دي. د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر ضیاالرحمن وايي، دا توغندي او توپونه پر منورې، سرکاڼو، ناړۍ، دانګام او شلتن ولسوالیو توغول شوي دي. د مالوماتو له مخې، د پاکستان پوځي رژیم پر منورې ولسوالۍ ۴۰، پر سرکاڼو ۶۷، پر ناړۍ ۴۰، پر دانګام ۷ او پر شلتن ولسوالۍ ۵ فیره توغندي او توپونه ویشتي دي. نوموړي ویلي، چې په دغو بریدونو کې چاته ځاني او مالي زیانونه نه دي اوښتي.








