د لغمان ولایت د برېښنا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د ۱۴۰۴ کال په لړ کې د ۳۶۰ میلیونه افغانۍ عوايد راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي. د یاد ریاست رئیس شهاب الدین یاسر رسنیو ته ویلي، چې د برېښنا ریاست په دې ولایت کې ۲۵۰۰۰ پېرېدوونکي لري، چې د ۱۴۰۴ کال په لړ کې يې د برېښنا د وېش له درکه ۳۶۰ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي چې تېر کال عواید ۳۰۰ میلیونه افغانۍ و او دغه شمېره ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.








