د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش د دغه سازمان کلنۍ عمومي غونډې ته په خپلې پرانیستونکې وینا کې د افغانستان اقتصادي او بشري حقونو وضعیت خواشینوونکی وباله. نوموړي نیوکه وکړه چې نړۍ کې سولې او امنیت ته ورپېښو ګواښونو او د کړکېچ مخنيوي لړ کې د ملګرو ملتونو بسپنې غوښتنه بې ځوابه پاتې شوې ده. ګوترېش د افغانستان یادونه هم وکړه او په وینا یې د افغانستان اقتصادي وضعیت او د بشري حقونو وضعیت خواشینونکی دی. هغه ویلي، د افغانستان اقتصاد مخ پر ځوړ دى چې نيمايي افغانان له همدی کبله د لوږې سره مخ دي نو په دې هېواد کې بشري حقونه او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه راز په خپله وینا کې په نړۍ کې د لوږې مخنیوی او د سولې او ثبات راتګ هغه څه وبلل چې باید پرې نړیواله ټولنه یوه خوله شي او خپلې هڅې ونه سپموي.