له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې خبر ورکړی، چې د خوړو نړۍوال پروګرام په بلخ ولایت کې له ۱۴۹۲ وچکالۍ ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده. سرچینې ویلي، په دغو مرستو کې چې اوړه، غوړي، دال نخود او مالګه پکې شامل دي، د یاد ولایت په شولګره ولسوالۍ کې وېشل شوې دي. په دغې ولسوالۍ کې وچکالۍ ځپلې کورنۍ وايي، چې د پرلپسې وچکالیو له امله سخت زیانمن شوي. دوی دغه مرستې هم بسیا نهبولي او له اړوندو موسسو د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.








