د امريکا د بهرنيو چار وزير انتوني بلېنكن وايي که افغان ښځو ته يوازې د کار کولو اجازه هم ورکړل شي نو کولی شي چې هر کال د افغانستان اقتصاد ته يو میلیارد ډالره ګټه ور ورسوي. بلېنکن دا څرګندونې په واشنګټن کې د افغان ښځو د اقتصادي ثبات نوښت په نامه د يو نوي پروګرام د پيل په مراسمو کې کړې دي. سرچینې زياته کړې، د دې پروګرام له مخې به د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له بوسټن پوهنتون سره په ګډه افغان مېرمنو ته د سوداګرۍ، کار موندنې او ګڼو نورو برخو کې روزنه ورکوي. بلېنکن ټینګار کړی چې اوسني وضعيت کې ګڼ شمېر افغان کورنۍ له بې وزلۍ او بېکارۍ کړېږي او که مېرمنو ته يوازې د کار اجازه ورکړل شي، د نو د ګڼ شمېر وګړو ژوند ورسره بدلېدلی شي. د امريکا د بهرنيو چارو وزیر د افغانستان پر سرپرست حکومت نیوکه وکړه چې د ژوند او کار ګڼو برخو کې یې پر مېرمنو بندیزونه لګولي دي. د نوموړي په وينا، ښځې او نجونې هم بايد د هر وګړي په څېر د زده کړو، کار، سفر او د خپل برخليک د ټاکلو حق او جازه ولري.