د ایران په بریدونو کې په سعودي عربستان کې د امریکا د هوايي ځواک پنځه تېل لېږدونکې الوتکې زیانمنې شوې دي. والسټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې یادې الوتکې یوازې زیانمنې شوي، خو په بشپړ ډول نهدي ویجاړې شوي او اوس یې د بیارغونې چارې روانې دي. په راپور کې راغلي، چې په یادو بریدونو کې چاته د سر زیان نهدی اوښتی.








