د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خپلو تازه څرګندونو کې اروپايي ټولنه تورنه کړې ده چې تر ټولو بې وزلو هېوادونو ته د روسیې د ۳سوه زره ټنه کیمیاوي سرو د رسېدو او انتقال مخه نیسي. پوتین په خپلې ټلویزوني وینا کې وویل چې د بدبینۍ تر ټولو لوړعوج دا دی چې ۳ سوه زره ټنه وړیا روسي سره د اروپا په بندرونو کې ایسار کړل شوې ده، ځکه چې د ده په خبره هغه هېوادونه چې سرو ته اړتیا لري، بندیزونه پرې لګول شوي او لا هم دغې پوښتنې ته ځواب نشته. نوموړي نور وضاحت نه دی ورکړی چې مشخصآ کوم هېواد د دغو سرو د انتقال مخه نیولې ده او دا چې دا سره کوم ځای ته انتقالېږي. تر دې دمه اروپايي ټولنې هم په دې اړه څه نه دي ویلي.