د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې له سریلانکا سره راتلونکې لوبلړۍ ځنډېدلې ده. کرکټ بورډ کې ویلي، تر دې دمه لا روښانه نه ده چې څه وخت او کوم هېواد ته دغه لوبلړۍ لېږدول کیږي. سرچینې زیاته کړې چې کرکټ بورډ په دې تړاو د پرېکړې په حال کې دی. تر دې مخکې کرېک انفو ویلي و، چې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ راتلونکې لوبلړۍ چې ټاکل شوې وه د روانې مارچ میاشتې له ۱۳مې تر ۲۵ پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، ښايي په منځني ختیځ کې د روانو کړکېچونو له امله وځنډیږي.








