د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې په تېر میلادي کال کې یې په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ۶۱۰ زره ماشومانو درملنه کړې ده. یونیسف زیاته کړې، چې دې ادارې له خپلو شریکانو سره یو ځای تېر کال ۱۱.۸ میلیونه ماشومان د ډنګرتوب د تشخیص لپاره ارزولي دي. یاد بنسټ ټینګار کړی چې غواړي په روان میلادي کال کې یو میلیون هغو ماشومانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي چې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د یادو بنسټونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې له ۳ میلیونو ډېر ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي.







