د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي چې د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت سره یې د خپل وګړي د خلاصون لپاره سختې پرېکړې کړې دي. امريکايي وګړی مارک فرېرېکس چی شاوخوا ۳۰ میاشتې مخکې هغه مهال د اسلامي امارت لخوا تښتول شوی و پرون له افغان سوداګر حاجي بشر نورزي سره په تبادله کی خوشې شو. له سپينې ماڼۍ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر بايډن د فریرېکس کورنۍ ته ټېلېفون وکړ او د هغه د ازادېدو زیری یې وركړ. ولسمشر بايډن د فريرېکس کورنۍ ته ويلي چې هغه له ۳۱ میاشتو زندان وروسته خوشې او کور ته روان شوی دی. هغه د خپل حکومت له چارواکو او اتحادي هېوادونو څخه چې د نوموړي په خوشې کولو کې یې مرسته کړې مننه کړې ده. بایډن ویلي چې د فریرېکس د آزادۍ لپاره یې په مذاکراتو کې سختې پرېکړې کړې دي. بلخوا د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزیر امير خان متقي وايي چې بشر نورزی د یوه امريکايي وګړي مارک فریرېکس سره په تبادله کی راخوشې شوی چې دغه اقدام له امریکا سره د اړیکو نوی باب دی.