د اوکراین په دونیڅک ښار کې د چاودونو له امله ۱۳ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. د دونیڅک روسي پلوه ښاروال الیکسي کولمزېن تور لګولی چې اوکرایني ځواکونو پر ښار مزایل توغولي، خو اوکرایني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي. یوه ځایي مشر ویلي، اوکرایني ځواکونو قصداً دونیڅک کې د بسونو په یوه تمځای، یو پلورنځي او یو بانک کې ولسي خلک په نښه کړي دي. بل لور ته اوکرایني ځواکونه وايي د اوسکیل سیند ختیځه څنډه چې د اوکراین شمال ختیځ کې د روسي ځواکونو لومړۍ کرښه وه بېرته نیولې. راپورونه وايي، روسي پوځیان د خارکیېف له سیمې په بشپړ ډول ایستل شوي دي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي ویلي راتلونکي برید ته پوره چمتووالی نیول شوی.