د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس خبر ورکړی، چې د چک – دایمیرداد ۶۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ٢ میلیارده او ٤٠ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي او چارې به یې هم ژر به پیل شي. نوموړي ویلي، چې یاد سړک د میدان وردګ ولایت له چک ولسوالۍ څخه تر دایمیرداد ولسوالۍ پورې غځېدلی او د چک ولسوالۍ له بېلابېلو سیمو څخه تېرېږي، چې په اوږدو کې یې د یو شمېر مصنوعي ساختمانونو جوړول هم شامل دي. حق شناس زیاته کړې، چې د دغه سړک په بشپړېدو سره به د دایمیرداد او چک ولسوالیو اوسېدونکو ته د تګ راتګ او د کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.








