د افغانستان د کرکټ پياوړي لوبغاړي راشد خان يو بل ریکارډ خپل. نوموړي نن د یوې وېکټې په اخیستو سره په شل اوریزو لوبو کې ۷۰۰ وېکټې پوره کړې. راشد خان په نړۍ کې لومړنی لوبغاړی شو چې د زیاتو ویکټو اخیستو دا ډول ریکارډ جوړوي. نوموړي د افغانستان لپاره په ټولو فارمټونو کې ۲۳۶ لوبې کړې دي او ۴۴۵ وېکټې یې اخیستې دي. هغه په هر فارمټ کې ځلېدلی، خو د شل اوریزو لوبو ریکارډ یې تر ټولو مخکښ دی. راشدخان په نړۍوالو شل اوریزو لوبو کې تر بل هر چا ډېرې یعنې ۱۹۰ وېکټې اخيستې دي.








