د ننګرهار ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د کرنې وزارت له پراختیایي بودیجې د ګیلاسو ۴۰ جریبه بڼونه جوړ شوي دي.د ننګرهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار اخندزاده رسنیو ته ویلي، چې دغه پروژه د بدیل معیشت تر چتر لاندې پلې شوې او موخه یې د نشهیي توکو پر ضد مبارزه او د بڼوالۍ پراختیا ده.








